په خوب کي د رسول الله صلي الله عليه وسلم د ليدلو مسئله،او د جمعي په شپه د ارواحو کورونه ته راتل [ سوال ] (١) اکثره خلک واېي چې نبي کريم صلي الله عليه وسلم په خوب کي ليدل کيداي شي ځيني خلک بيا واېي چې د جمعي د لمانځه څخه تر مازديګره پوري عبادت وکړه نو ( د رسول الله صلي الله عليه وسلم د ليدو ) زيري به مو نصيب شي ؟(٢) ځيني نور واېي چې ټوله ورځ يا شپه عبادت وکړه بيا په يو تال يا غټ لوښي کي وريځي ( وريجي ) واچوه بيايي په يوه صفا کوټه کي ټوله شپه کيږده نو په راتلونکي سهار به د رسول الله صلي الله عليه وسلم لاس مبارک ورسره لګيدلى وي . تاسو دا راته وواياست چې آيا رښتيا په ( دي طريقه ) د رسول الله صلي الله عليه وسلم( د ليدو ) زيري حاصليږي؛ او آيا د نورو انبياوو عليهم السلام ( د ليدو ) زيرى هم حاصليدى شي ؟؟ (٣) دا هم ويلي شي چې د هري جمعي په شپه د خپلو وارثانو کورونو ته د مړو روحونه بيرته راځي، ددي ارواحو د واپسي څه حقيقت ده ؟ [عائشه صديقه تنوير، شاهدره، لاهور ]. [ ځواب ] په خوب کي د رسول الله صلي الله عليه وسلم ملاقات کيداشي، په صحيح بخاري کي د انس رضي الله عنه نه روايت دى چې نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي: چا چې زه په خوب کي وليدم، نو هغه يقيناً زه ليدلي يم؛ ځکه شيطان زما په شکل نشي کيداي . په همدي صحيح بخاري کي د ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دى چې نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي : چا چې زه په خوب کي وليدم، هغه به ما په ويښه وويني او شيطان زما په صورت نشي کيداي . امام بخاري رحمة الله عليه ددي حديث سره د مشهور تعبير پوهه محمد بن سيرين وضاحت نقل کوي؛ چې: دا هغه وخت چې رسول الله صلي الله عليه وسلم د رسول الله صلي الله عليه وسلم په شکل کي وويني . په فتح الباري کي راځي چې: چابه محمد بن سيرين ته وويل : چې ما رسول الله صلي الله عليه وسلم په خوب کي ليدلي، نو هغه به ورته وويل: تا څرنګه ليدلي ؛ د هغه شکل بيان کړه؟ که به هغه کس داسي صورت ورته بيان کړ چې هغه به (نه پيژندل، نو فرمايل به ئي چې تا نبي صلي الله عليه وسلم ندى ليدلي. نو ځکه که په خوب کي يو صحابي د رسول الله صلي الله عليه وسلم ملاقات وکړي، نو هغه يقيناًچې رسول الله صلي الله عليه وسلم ليدلى؛ ځکه شيطان د رسول الله صلي الله عليه وسلم په شکل اوصورت نشي کيداي . څرنګه چې صحابه وو رسول الله صلي الله عليه وسلم پيژندل، نو هغوي په يقين سره ويلي شوى چې مونږ رسول الله صلي الله عليه وسلم ليدلي، او چا چې رسول الله صلي الله عليه وسلم له سره ليدلى ندى؛ نوهغه څرنګه په يقين سره ويلى شي چې ما رسول الله صلي الله عليه وسلم په خوب کي ليدلى؟. د صحيح البخاري په کتاب العلم کي د انس رضي الله عنه نه روايت دى چې يوځلي مونږ د نبي کريم صلي الله عليه وسلم سره په مسجد کي ناست وو، چې پدي وخت کي يو کس په اوښ باندي راغي، هغه يي په مسجد کي څلموله ( خي کړه ) د هغي ګونډه يي وتړله؛ بيا يي و ويل په تاسي محمد صلي الله عليه وسلم څوک دى؟ نبي کريم صلي الله عليه وسلم د صحابه کرامو په منځ کې ډډه وهلى ناست وو، موږ ورته وويل : هغه سپين تکيه او ډډه وهونکي ( محمد صلي الله عليه وسلم )دى، بيا هغه د نبي کريم صلي الله عليه وسلم سره خبري شروع کړي او ډير سوالونه يې وکړل . په سنن ابوداود کتاب په (( باب فى القدر )) کي د ابوذر او بوهريره (( رضي الله عنهما )) نه صحيح روايت دى چې نبي کريم صلي الله عليه وسلم به د صحابه وو په منځ کي ناست وو، څوک اجنبي ( پردى ) کس چې به راغي، نو د پوښتني کولو بغير يي هغه نشوى پيژندلى چې رسول الله صلي الله عليه وسلم پدوي کي څوک دى؟ موږ رسول الله صلي الله عليه وسلم ته درخواست وکړو چې موږ به تاته د کيناستلو لپاره ځاي جوړ کړو ترڅو چې اجنبي ( پردى ) کس راشي او تا و پيژني، نو موږ به تاته د خټي يوه چوتره شان ( و چت ځاي )جوړ کړو، ته به په هغي ناست يي؛ او موږ به ګير چاپيره در څخه ناست يو. دا حديث په سنن نسائي کي هم په صحيح سند سره راغلى. [وګوره کتاب الايمان باب صفة الايمان والاسلام ]. په سيرت ابن هشام کي راځي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم چې کله مديني ته هجرت وکړ قباء ته را ورسيدل نو د بني عمرو بن عوف سره ميشته شو، پدي موقع باندي چي په انصارو کي چا ابوبکر الصديق نوو ليدلى؛ نوهغوي به په ابوبکر رضي الله عنه باندي د رسول الله صلي الله عليه وسلم ګمان کول او هغه ته به يي سلام کول؛ کله چې ( د لمر ) سيورى لري شو او په رسول الله صلي الله عليه وسلم باندي لمر ولګيده نو ابوبکر رضي الله عنه په رسول الله صلي الله عليه وسلم د څادر ( واسطه ) سيورى جوړ کړ، پدي وخت کي خلکو نبي کريم صلي الله عليه وسلم وپيژندل . ددي احاديثو نه معلومه شوه چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم په ژوند کي به اجنبي کسانو په رسول الله صلي الله عليه وسلم د بل چا ګمان کول چې ايا دا رسول الله صلي الله عليه وسلم دي او که بل څوک دى؟ نو ددي امکان په خوب کي هم شته؛ البته د صحابه کرامو نه علاوه که بل چا نبي کريم صلي الله عليه وسلم په داسي شکل کي وليدل کُوم چې په صحيحو احاديثو کي د هغه حُليه او شکل بيان شوى؛ نو دي کس هم نبي کريم صلي الله عليه وسلم په خوب کي ليدلي، ليکن که دا کس بل شان صورت وويني يا داسي کس وويني چې د هغه ( شکل ) د شريعت خلاف وي، يا داسي کارکوي چې د هغه سړي کار د رسول الله صلي الله عليه وسلم د شان خلاف وي؛ نو د هغه خوب ته به د رسول الله صلي الله عليه وسلم ليدل نشي ويل کيدى. شيطان د رسول الله صلي الله عليه وسلم په شکل نشي کيدا لي؛ مګر دا خبره نده چې د بل چا په شکل کي هم نشي کيداي او دروغ ووايي ( چي زه والعياذ بالله رسول الله يم). ددي زماني شيطان مرزا دجال ( هم ) دعوه کړي وه چي : منم مسيح ومحمد که مجتبى باشد . ((زه مسيح يم او محمد مجتبى يم )) . په خوب کي د رسول الله صلي الله عليه وسلم د ليدلو لپاره خلکو ډيري طريقي او وظيفي جوړي کړي چې د هغو په شريعت کي هيڅ ثبوت نشته . ددي بهترينه طريقه دا ده چې د زړه په اخلاص سره د الله تعالى نه دعاء وغوښتل شي، که چيري دعاپه هغه وخت کي وکړله شي چې هغه د قبوليت وختونه وي نو نور هم ډيراُميد کيداشي،الله چې چا ته وغواړي نو نور انبياء ( عليهم السلام ) هم په خوب کي ور ليدى شي. په يو غټ لوښي کي پيو( شيدو ) وريځي يا بل څه ايښودل او په هغو باندي د نبي کريم صلي الله عليه وسلم لاس لګيدل؛ دا بلکل بي فضوله او بي دليله خبره ده؛ په قرآن او حديث کي دا شان خبره هيچري هم نشته . د جمعي په شپه خپلو خپلوکورونو ته دا ارواحو راتللو متعلق يو روايت هم ندى ثابت، او نه خو روحونه د شب برات په شپه راځي، مړي به صرف د قيامت په ورځ د قبرونو څخه راوځی .